افغانستانراپورونه

د ولسمشر غنی دویم مرستیال سرور دانش: سلیمانی د داعش ضد مبارزه څېره وه

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، هیله لري چې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني وژل کېدل افغان سوله اغېزمنه نه کړي. هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې دي چې امریکا د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر هوایي ډګر د برید په پایله کې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني ووژل.

دانش د خپلو خبرو پر دوام ویلي، سلیماني د داعش ضد مبارزه کې پېژندل شوې څېره وه او په خبره یې، د ایران د جمهوري اسلامي د یو مشهور قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدو په سیمه په ځانګړي ډول منځني ختیځ کې سیاسي او امنیتي وضعیت پيچلی او کړکېچن کړی دی.

دانش دغه راز له دواړو لوریو څخه غوښتنه کړې ده چې له زغم څخه کار واخلي. د یادونې ده چې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته ایران له امریکا څخه د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی خو امریکا بیا د غچ اخیستلو خبره یو کمزوری تصمیم بللی دی.

ورته مطالب

Back to top button