
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې دا مهال درېدلې دي، او تمه ده چې راتلونکو څو ورځو کې به بېرته پیل شي، دا مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد امریکا کې دی، او د نوي میلادي کال تر رخصتیو وروسته به قطر ته ستنېږي.
د ۲۰۱۹ کال په وروستیو ورځو کې یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکي طالبانو پر یو موقت لس ورځني اوربند موافقه کړې ده، او د سولې تر هوکړې مخکې به دغه اوربند عملي شي.
خو طالبانو د یوې اعلامیه په خپرولو سره دا هر څه ناسم وګڼل، او یادونه یې وکړه چې یوازې د خپل عملیاتو پر کمېدو د طالب چارواکو ترمنځ مشورې روانې دي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې تر درې میاشتیني ځنډ وروسته د یو لوی بدلون رامنځته کېدو په درشل کې پیل شوې، چې دا بدلون د انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید خوشې کيدل و.
که څه هم د انس حقاني خوشې کېدل د افغان حکومت سره کرښه وه، خو د امریکا په غوښتنه دا سره کرښه له منځه ولاړه او انس حقاني خوشې شو، چې اوس قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی هم دی.
د انس خوشې کېدو سره سم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې یو ځل بیا په قطر کې پیل شوې، او کابو یوه اونۍ روانې وې چې طالبانو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر اډې برید وکړ او یو ځل بیا د سولې خبرې ودرول شوې.
اوس یو ځل بیا به خبرې پیلیږي او تمه ده چې دا ځل د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.



