افغانستانراپورونه

د افغانستان مشهور کومیډن اصف جلالي د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ

د افغانستان مشهور کومیډن محمد اصف جلالي نن د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي تائیدوي چې ښاغلی جلالي د زړه حملې له امله ساه ورکړې ده.
نوموړي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحِ پروګرامونه مخته وړل.
نوموړي خپل هنري فعالیتونه د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه پیل کړل. جلالي چې ځینې یې کاکا اصف هم بولي په څو سینمايي فلمونو کې هم رول لوبولی دی.
هغه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په خصوصي ټلویزیونونو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل چې ډېر مینه وال یې لرل.

ورته مطالب

Back to top button