افغانستانراپورونه

کندز کې طالبانو سره نښته کې ۱۹سرتیري وژل شوي

 امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ۱۹ امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په کندوز ښار کې يوې امنيتي سرچينې وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په قرلق سيمه کې د ګډو امنيتي ځواکونو پر مرکز ډله ييز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ۱۲ د ملي امنيت، ۳ د ملي اردو او ۴ پوليس سرتېري وژل شوي او شپږ نور سرتېري ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا غړې فوزيه يفتلي هم دغه بريد تاييدوي خو وايي چې په دغه بريد کې ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه د قرلق سيمې اوسېدونکي حکمت الله وويل چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشو.

ده زياته کړه: ((هره شپه دلته جګړې وي، د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده، زه له امنيتي مسوولينو غواړم چې زموږ د ولسوالۍ امنيت تامين کړي.))

بلخوا د کندوز امنيې قوماندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو د دشت ارچي ولسوالۍ د تېرې شپې جګړه تاييد کړې ده.

سرچينه وايي چې په دې جګړه کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د خبرپاڼې په حواله، په سيمه کې دا مهال جګړه پاى ته رسېدلې او سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د پرله پسې بريدونو له امله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

ورته مطالب

Back to top button