عراق: شیعه اعتراض کونکو بغداد کې د امریکا سفارت سوځولو هڅه وکړه

د عراقي شیعه ملیشه ډلو په سلگونو پلویانو چې زیات شمیر یې په پوځي یونیفورم کې وه نن یې بغداد کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه، د امریکا بیرغ یی وسوځاوه او د سفارت دیوالونو سره یې اور بل کړي وه.
دغو اعتراض کوونکو چې د ملیشه ډلو په پلوۍ یې بیرغونه رپول، د امریکا ضد شعارونه یې ورکول او د امریکا پر سفارت یې تیږې ورولې. امنیتي قواو ددغو اعتراض کوونکو د شړلو لپاره د اوښکې بهونکي گاز نه کار اخیستی دی.
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، ددغه پیښې په غبرگون کې ایران د امریکا پر سفارت باندې د برید په “طرحه” تورن کړی دی.
پدې ترڅ کې ویل شوي چې د امریکا د سفارت کارکوونکي بل ځای ته انتقال شوي او یواځې امنیتي مامورین د سفارت د ساتنې لپاره په ودانۍ کې پاته دي.
په بغداد کې د امریکا پر سفارت باندې برید وروسته له هغې وشو چې د امریکا د متحده ایالاتو هوایي ځواک د یکشنبې په ورځ په عراق او سوریه کې د حزب الله د کتائب ملیشه ډلې پر مرچلو باندې هوایي بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې شاوخوا ٢٥ تنه وژل شوي او په لسگونو نور ټپیان شوي دي.
ددغه برید وروسته د عراق شیعه ملیشه چې ایران یې ملاتړ کوي خبرداری ورکړ چې د امریکا د بریدونو غچ به واخلي. د امریکا د سفارت پر وړاندې د اعتراض کوونکو او بریدکوونکو په ډله کې د سپاه بد رئیس هادي عامري هم لیدل شوی چې د ایران د حکومت متحد گڼل کیږي.
لوړپوړو امریکایي چارواکو عراق پدې تورن کړی چې امریکایي ځواکونه یې د ایراني پلوه قواو د برید څخه ندي ژغورلي.
د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د حزب الله د کتائب ډلې پر مورچلو باندې یې د نړیوال ایتلاف پر قواو باندې ددې ډلې د وروستیو حملو په غبرگون کې بریدونه کړي چې تیره اونې په کې یو امریکایي قراردادي وژل شوی و.
د دوشنبې په ورځ د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د امریکا هوایي حملې وغندلې او په یوه اعلامیه کې یې خبرداری ورکړ چې د امریکا اقدامات د منلو ندي او “خطرناک عواقب” به ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې په ورځ (دسمبر ٣٠) د حزب الله پر مورچلو باندې د امریکا بریدونه محکوم کړل او هغه یې “د تروریزم څرگنده نمونه” وگڼله.



