
ولسمشر غني تېره شپه په کابل کې د امریکا سفیر ته چې د دندې موده یې پوره شوې ده، د رخصتۍ د مېلمستیا تر څنګ د غازي وزیر اکبرخان مډال ورکړ.
ولسمشر غني د امریکا او افغانستان د د دوستانه اړیکو په پراختیا کې د جان بس هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې نوموړي د افغان سولې په پروسه کې هم د قدر وړ هڅې وکړې.
په دې مراسمو کې د امریکا رخصت شوي سفیر جان بس هم وینا وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان بریالیتوب په اصل کې د امریکا بریالیتوب دی.
جان بس له ۲۰۱۷ کال سپټمبر راهیسې په افغانستان کې دامریکا سفیر و چې د سولې، ټاکنو او فساد تر څنګ یې د بریښنا په نشتوالي هم نیوکې کولې.
نوموړی د ولسمشر غني سره ډیرې نژدې اړیکي درلودي چې له امله ولسمشر غني هم په مډال ونازاوه.



