
د طالبانو یو لوړپوړي غړي اسوشیټډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د مذاکراتو په ترڅ کې امریکا ته د ۵۰۰۰ زره طالب بندیانو د خوشي کولو لېست سپارل شوی.
د سرچینې په وینا، د طالب بندیانو خوشي کېدل د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې د هوکړې لپاره یو مهم شرط بلل شوی دی.
تر اوسه سلګونه بندیان د افغانستان له زندانونو خوشي شوي او تازه پېښه یې د انس حقاني په گډون د طالبانو د درې لوړپوړو غړو خوشي کېدل دي.
افغان چارواکي وایي، اوسمهال شاوخوا ٣٠٠٠ طالب جنگیالي د پلچرخي په زندان کې بندیان دي، خو یو طالب بندي مولوي نیاز محمد اسوشیټدپرس اژانس ته ویلي، چې ۱۰۰۰ طالب بندیان په دغه بندخونه کې بندیان دي او نور هغه کسان دي، چې له طالبانو سره خواخوږي لري او یا په نورو جرمونو بندیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې، چې دغه اوربند د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک، د امریکایي ځواکونو وتلو او د افغانستان د اوږدمهالې جګړې پای ته رسېدو ته زمینه برابروي.
خو طالبانو پرون په یوه خپره کړې اعلامیه ویلي، چې دوی د اوربند لپاره کوم تصمیم نه لري.



