افغانستانراپورونه

طالبانو د حکومت څخه درزاب ولسوالۍ ونیوله

د جوزجان ولایت ځایي چارواکي او امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې سیمه کې شته افغان ځواکونو له ولسوالۍ شاتګ کړی دی او طالبانو پرې ولکه ټینګه کړې ده.
په دغه ولسوالۍ کې له نږدې دوو میاشتو راهیسې د افغان ځواکونو د کلابندۍ راپورونه خپرېدل، خو افغان چارواکو نه منله. اوس ځایي خلک وايي چې افغان ځواکونه له درزاب ولسوالۍ د چورلکې پر مټ ايستل شوي دي او دوی خپلو ځینو وسایلو ته اور ورته کړی دی.
د جوزجان د والي ویاند معروف آذر هم ویلي چې دوه میاشتې مخکې افغان ځواکونه دغه ولسوالۍ ته تللي وو، چې اوس دغه سرتېري له درزاب ایستل شوي دي.
جوزجان د هېواد په شمال کې دداعش ډلې مرکز ګڼل کېده او له طالبانو سره یې سختې جګړې وکړې. اوس هم له دغه ولایت د سختو جګړو او نښتو راپورنه هم خپرېږي.

ورته مطالب

Back to top button