افغانستانراپورونه

طالبان: په رسنیو کې د اوربند په اړه خپاره شوي ټول راپورونه دروغ دي

طالبانو د اوربند په اړه د وروسیتو راپورونو په غبرګون کې ویلي چې طالبانو د اوربند هوډ نلري او یوازې د امریکا پر غوښتنه د خپلو  عملیاتو پر کمېدو د طالب چارواکو ترمنځ مشورې روانې دي.

له دوه ورځو راهیسې ځینو رسنیو د طالبانو له قوله راپورونه خپاره کړل چې طالبانو پر یو موقتي لس ورځیني اوربند موافقه کړې ده، چې اوس طالبانو دغه ټول راپورنه غلط ګڼلي او یادونه یې کړې چې اوربند نه کیدونکی دی.

د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” نن دوشنبه د مرغومې میاشتې په ۹ مه نېټه د یوې اعلامیه په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د اوربند هوډ نلري، او طالب چارواکي یوازې د خپلو عملیاتو د کمېدو په اړه مشورې کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې طالبان تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته ندي رسیدلي او مشورې دوام لري.

اعلامیه کې همدار راز په دې اړه د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه خپاره شوي راپورنه هم رد کړي او ویلي دي چې حقیقت نلري.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له درې میاشتنۍ وقفې وروسته د همدې روانې میاشت په ۷ مه نېټه  یو ځل بیا په قطر کې په داسې حال کې پیل شوې  چې د کابل حکومت او امریکا ټینګار په اوربند او د تاوتریخوالي په کمېدو و.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې خلیلزاد له طالبانو د موقت اوربند غوښتنه کړي چې اوس طالبانو دا هر څه رد کړي تر څو اوربند ته د خلکو هیلې بیا مړاوې شي.

ورته مطالب

Back to top button