پاموړراپورونه

اردوغان: “اوس د استاد نجم الدین اربکان لیدلی خوب پوره شو”

د ترکيې هیواد په لومړي ځل برقي موټر جوړ کړ چې په یو ځل چارج کولو ۵۰۰ کیلومتره لاره وهي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لومړی اخیستونکی وه چې دا موټر يې واخیست او په خپله يې چلاوه.

Turkish President Recep Tayyip Erdogan drives a prototype of a domestically produced electric car, in Gebze, Turkey, Friday, Dec. 27, 2019. Turkey’s president has unveiled prototypes of what he hopes will be the country’s first domestically produced car. In a ceremony on Friday, Recep Tayyip Erdogan showcased the SUV and sedan models of the electric automobile, known for now as TOGG after the Turkish consortium that plans to produce the vehicles. (Presidential Press Service via AP, Pool)7

د ترکیې رسنیو د راپور سره سم د استنبول په ښار کې د وادي شرقي په نوم موټر چې ۲۰۰ او ۴۰۰ هارس پاور ماشینو لرونکی موټر چې د ټوک به نوم کمپنۍ جوړ کړي، په لومړنۍ پرانست غونډه کې د دې هیواد ولسمشر اردوغان هم برخه اخیستي وه، هغه د لومړني ګاهک په څير لومړنی موټر ترې واخیست او ولسمشر اردوغان په خپله وچلولو.

دغه موټر چې په لیتیم بیټریو سمبال دي، په نیم ساعت کې چارج کیږي او بیا ۵۰۰ کیلومترو پورې مزل کولائ شي، د کمپنۍ مشر رفعت حصارجک اولو وايي، زه په اینده کې ۳،۷ ملیارده نور ډالر هم په دې برخه کې سرمایه ګذاري کوم، دغه موټر به عامو ترکانو ته په ۲۰۲۲ م کې بازار ته راوځي.

ددغه موټر په پرانست غونډه کې ولسمشر طیب اردوغان وویل، موږ هوايي الوتکې او څرخکې جوړو او ټوله دنیا له موږ څخه اخلي خو اوس دا دی موږ خپل برقي موټر هم لرو، ولسمشر اردوغان په احساساتي غږ دا هم وویل، چې اوس د استاد نجم الدین اربکان لیدلی خوب پوره شو.

د یادونې وړ ده چې له اروپا څخه وروسته ترکیې هیواد ده چې ډیر موټر پکې اخیستل کیږي.

ورته مطالب

Back to top button