
په هلمند ولایت کې د ملي اردو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې لس سرتیری وژل شوي.
د هلمند ولایت امنیتي مسوولان وایي، د دې ولایت سنګین ولسوالۍ کې یوې پوستې ته نږدې وسله والو مخالفانو ۲۰۰ کیلو چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او چاودنه یې ورکړې ده.
په هلمند ولایت کې د میوند قول اردو مسوولانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته د یوه تونل له لارې برید کړی او دغه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
میوند قول اردو وایي، په دې پېښه کې د ملي اردو لس سرتیري وژل شوي او او څلور نور ټپیان دي.
له دې وړاندې دفاع وزارت په یاده پېښه کې د څلور سرتیرو وژل کېدل تایید کړي وو.
طالبان بیا وایی،۲۶ سرتیري یې وژلي دي.



