راپورونهسيمه او نړۍ

په سومالیا کې موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې ده

د سومالیا په پلازمینه موګدیشو کې موټربم برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې برید د موګدیشو په تر ټولو ګڼ مېشته سیمه کې شوې ده نو ځکه یې مرګ ژوبله هم درنه ده.

د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي چې ښایي شل کسه په دغه چاودنه کې وژل شوي وي. بلخوا د موګدیشو د پارلمان یوه غړي رسنیو ته ویلي چې د وژل شوو شمېر به تر نوي هم ډېر وي. تر اوسه ددغه برید وروستي تلفات له رسنیو سره نه دي شریک شوي او نه هم کومې ډلې ددغه برید مسوولیت منلی دی.

ورته مطالب

Back to top button