افغانستانراپورونه

افغانستان ـ امریکایی پوهنتون د اقتصادي مشکلاتو له امله تړل کیږي

«سي ان ان» شبکې د درې سرچینو پر حوال یې لیکلي چې شونې ده راتلوونکی کال د افغانستان – امریکایی پوهنتون د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.

د افغانستان – امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ زکال کابل کې جوړ شو او یوازینی مرکز دی چې د لوېدیځه بڼه روزونه ورکوي.

«سي ان ان» شبکې د درې سرچینو پر حواله لیکلي چې شونې ده راتلوونکی کال د افغانستان – امریکایی پوهنتون د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.

د سي ان ان د رپوټ پر بنسټ د افغان- امریکايي پوهنتون د مسوولانو له قوله ویلي، د یاد پوهنتون ۶۰ سلنه امریکا ورکوله، خو سږ کال تر دې دمه ورسره امریکايي چارواکو د بودیجې د ورکړې ژمنه نه ده کړې. دا پوهنتون د کال ۲۸ مېلیونه ډالر لګښت لري.

هغو سرچینو چې له سي ان ان سره مرکه کړې ویلي که چېرې تر اپرېل میاشتې د دغه پوهنتون د بودیجې د ورکړې تړون ونه شي د دغه پوهنتون کارکوونکي به خپلې دندې پرېږدي.

د افغانستان – امریکايي پوهنتون په ۲۰۱۶ز کال کې د یوه پېچلي ترهګریز برید موخه وګرځېد چې په هغه کې ۱۶ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپيان شول.

ورته مهال، د دغه پوهنتون دوه ښوونکي هم د طالبانو له خوا وتښتول شول – هغه استادان چې موده مخکې د طالبانو له درې مهمو غړو – انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید سره تبادله شول.

ورته مطالب

Back to top button