افغانستانراپورونه

نن شپږم جدي وه، د شوروي یرغل ۴۰کاله پوره شول

له نن نه څلویښت کاله وړاندې په همدې ورځ د مرغومې په شپږمه نیټه د شوروي لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ ترڅو دغه هیواد کې د هماغه وخت د چپ اړخو د حکومت ملاتړ وکړي.

شوروي لښکرې لس کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د همدې لسو کلونو په موده کې د مجاهدینو او حکومت او شوروي پوځ ترمنځ خونړیو نښتو کې افغانستان کابو هر څه له لاسه وکړل.

افغانستان ته د شوروی پوځ راتل افغانستان کې د یو نوي څپر کي پيل و چې تر نن ورځې یې افغانستان په اور کې سوځي.

شورویانو په ۱۳۵۸ کال کې افغانستان ته له راتلو سره سم د کابل تاج بېګ ماڼۍ کې د وخت د واکمن حفیظ الله امین میلمستون محاصره کړ.

د حفیظ الله ساتونکو او شوروي سرتیرو ترمنځ نښته کې امین د هغه دوه زامن او یو شمیر نور میلمانه ووژل شول او واک د شوروي بل لاسپوڅي ببرک کارمل ته وسپارل شو.

افغانستان کې د شوروي لس کلن حضور پرمهال لږ تر لږه دوه میلیونه افغانستان ۱۴زره شوروي سرتیري ووژل شول.

په دې موده کې بې شمیره نور افغانستان یا په کور د ننه معیوب او معلول شول یا ګاوندي هیوادونو ته ګډه کولو ته اړ شول.

که څه هم شوروي لښکرو او د هغه تر ملاتړ لاندې حکومت په ۱۳۸۹ کال کې ماتې وخوړه، خو هیواد کې د کورنیو جګړو اور یې بل کړ.

ولسمشر غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله د دې ورځې په مناسبت د شوروي یرغل غندلی دی.

ولسمشر غني د شوروی یرغل غندلی ترڅنګ د هیوادونو ترمنځ د متقابل احترام او دولت محوره اړیکو ټینګار کړی دی.

اوس چې پر افغانستان د شوروي له بریده څلویښت کلونه تیر شوي دي، د افغانستان وضعې په اړه د مسکو اړیکې تر پخوانې زیاتې حساسې شوي دي.

اوس ښکاري چې روسیې او امریکا د افغانستان جګړه کې خپل ځایونه بدل کړي دي.

پخوا امریکا د شوروي لښکرو پرضد د مجاهدینو لاسنیوی کاوه، خو اوس روسیه د امریکا پرضد له طالبانو سره خواخوږي ښيي.

ورته مطالب

Back to top button