
ولسمشر غنی نن پنجشنبې سهار د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بدخشان ته تللی دی.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني به د یو شمېر ټولګټو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د یاد ولایت مسوولینو، مشرانو، علماو، ځوانانو او ښځوسره جلا کتنې هم ولري.



