افغانستانراپورونه

حامد کرزی: مذاکرات باید یوې پایلی ته ورسیږي

حامد کرزی: طالبان دې دسیسې ختمې او مذاکرات، یوې پایلې ته ورسوي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي طالبان او امریکا دې ژر تر ژره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي طالبانو ته په کار ده چې نور په هېواد کې د پردیو دسیسو ته د پای ټکی کېږدي او په پوره دقت د سولې خبرې مخ ته یوسي او له جګړو لاس واخلي.

نوموړي پر افغان حکومت هم غږ کړی چې د سولې په برخه کې پوره صداقت او هوډ ولري. حامد کرزي دا هیله هم څرګنده کړې چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته جوړېدونکی حکومت په افغانستان کې د سولې لپاره عملي او رښتیني ګامونه اوچت کړي. نوموړي د ټاکنو په اړه هم ویلي چې دا ټاکنې تر دې دمه د افغانانو په لاس کې نه دي او بهرنیان د خپلو ګټو لپاره هر ډول لاسوهنې پکې کوي.

ورته مطالب

Back to top button