
ولسمشرغني د دوشنبې په ورځ په امنیت شورا کې “۷” تنه نوي کسان وګومارل.
په دې نویو ټاکنو کې سالم شاه ابراهیمي فني مرستیال، سید عبدالوحید قتالي سیاسي مرسیال، محمد حمید طهماسي سرمفتش او رفیع فاضل د امنیت شورا د دفتر ریس په توګه ګومارلي دي.
همدارنګه محمد ماهر یعقوبي د امنیتي سکتور د پرمختګ او تصفیې ریس، محمد رضافضلي د استخباراتو د هماهنګۍ ریس او سید انتظار خادم د ملکي خلکو د ساتنې او سولې ریس ټاکل شوي دي.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ولسمشر غني وویل په امنیت شورا کې دا نوې ګومارنې د اعلی سرقومندانۍ د فیصلې په اساس شوي دي.
له دې وړاندې د ملي امینت مشاور ویلي وو چې، د دې شورا په جوړښت کې به ۵۰ ٪ کموالی راځي.
هغه د یادو کسانو په معرفي کولو په غونډه کې وویل چې د ملي امنیت شورا د کمیت په لحاظ کمه شوې، خو د ظرفیت په لحاظ تر پخوا ډېره ښه شوې ده.



