افغانستانراپورونه

بلخ: د طالبانو په برید کې ۷سرتېري وژل شوي

د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنیت پر یوې ګډې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې د ملي اردو ۷ سرتیري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پيښه نن سه شنبې سهار څلورنیمې بجې د دولت اباد ولسوالۍ په خیلي ګلي سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه وایي په دې پيښه کې د ملي امنیت درې سرتیري هم ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني تیره ورځ د خبرو پرمهال وویل چې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې کموالی راغلی دی.

ورته مطالب

Back to top button