
ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدین حکمتیار د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غلا تورن کړی دی او زیاته کړې یې ده، د ټاکنو په ورځ په یو شمېر محلونو کې بایومټریکي وسایل ورک شوي او د دوی صندوقونه بېرته خالي مرکز ته استول شوي دي.
هغه چې نن یې په کابل کې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه وینا کوله وویل، هیچا تمه نه لرله چې ټاکنو کمیسیون دې تر دې حده له درغلیو ډکې او دروغجنې پایلې له خلکو سره شریکې کړي. نوموړي زیاته کړې، دوی په وار وار له یاد کمیسیونه غوښتنه کړې چې په هغو سیمو کې له سره ټاکنې وکړي چې بایومټریکي وسایل یې ورک شوي دي خو یاد کمیسیون یې غوښتنو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.
حکمتیار دغه راز وویل، دوی نه پوهېږي چې ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ چې ټولې درغلۍ یې مهندسي کړې دي د څه په لټه کې دي خو په وینا یې امریکا هیڅکله نه غواړي داسې یو څوک واک ته ورسېږي چې هغوی د هېواد ازادۍ ته ژمن او په دې برخه کې یې ځانونه ثابت کړي وي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، امریکا او ناټو د حزب اسلامي د نفوذ زیانمنولو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو په خبره یې دوی د بریالیتوبونو بیلابیل پړاونه وهلي دي او هیڅوک یې د ټوټه کولو وړتیا نلري. حکمتیار ټینګار کړی دی چې دوی به په ټول توان له خپلو رایو دفاع وکړي.



