
د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د یوې جنازې مراسمو پرمهال چاودنه شوې ده.
د لغمان د ولایتي شورا غړي، ګلزار سنګروال ویلي دا چاودنه هغه مهال شوې چې خلک د جنازې خښولو باندې لګیا و.
په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
وژل شوي ټول ماشومان دي.
افغانستان کې د جنازې مراسمو او مقدسو ځایونو کې چاودنې او بریدونه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې هم په کراتو داسې پيښې شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسلوالې ډلې نه منلی.



