
افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وايي، د افغانستان د ټاکنو وروستیو پایلو ته لا یو شمېر ګامونه پاتې دي، نوموړي نن د ټاکنو کمېسیون لخوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته پر ټويټر پاڼه د ټاکنو له پرېکړې هرکلی کړی، خو یادونه یې کړې چې لاهم یو شمېر ګامونه پاتې دي.
جان بس پر خپل ټويټر لیکلي، دا د افغانان لپاره اړینه ده تر څو په یاد ولري چې دا د ټاکنو لومړۍ پایلې دي، او لاهم د ټاکنو وروستیو پایلو ته یو شمېر ګامونه پاتې دي، تر څو پر ټاکنو د خلکو باور لاس ته راشي.
ټاکنو خپلواک کمېسیون نن ( یکشنبه مرغومې ۱ ) د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د اشرف غني په بریا اعلان کړې، د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په رسمي توګه اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ګټلو سره د ټاکنو د لومړنیو پایلو ګټونکی اعلان کړ.
د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته عبدالله عبدالله د ټاکنو له پرېکړې سره مخالف وښود او د ټاکنو پایلې یې نامشروع وګڼلې، نوموړی چې تر اشرف غني وروسته دویم مخکښ نوماند اعلان شو، ویلې چې د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شوې پایلې نه مني، ځکه د دوي قانوني غوښتنو ته له رسیدګۍ پرته د ټاکنو پایلې اعلان شوي.



