افغانستانراپورونه

اشرف غني د ټاکنو لومړنۍ پایلو ګټونکی شو

د ټاکنو کمیسیون د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د دغو پایلو له مخې ولسمشر غني له پنځوس سلنې زیاتې رایې اخیستي او د لومړنۍ پایلو ګټونکی بلل شوی دی.

اشرف غني ۵۰.۶۴ سلنه رایې تر لاسه کړي دي.

اشرف غني ۹۲۳۸۶۳رایې اخیستي چې۵۰.۶۴ سلنه کیږي.

ورپسې عبدالله عبدالله دی چې ۳۹.۵۲ سلنه رایې اخیستي چې څه باندې ۷۰۰ زره رایې دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ډلې په یوه اعلامیه کې د کمیسیون دا پریکړې غندلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پایلې د پاکو او نا پاکو رایو له بیلولو پرته اعلان شوي او دوی ته هیڅ د منلو نه دي.

ورته مطالب

Back to top button