پاموړ

د نړۍ تر ټولو ښکلی کلی // په اړه دلته ولولئ

په نړۍ کې بېلابېل ښکلي ځایونه شتون لري، د ځینو ځایونو د ښکلا او ځانګړتیا له امله د هغوی لیدل د انسان لپاره په زړه پورې وي.

نړۍ د ډېر شمېر ښکلیو سیمو، ښارونو او کلو په لرلو سره د انسانانو د ژوند کولو لپاره ډېره ښکلې ده.

 د نړۍ هره سیمه، ښار او کلی د خپلې ځانګړې ښکلا څخه برخمن دي، خو په نړۍ کې د ښکلیو کلو په لیدو سره انسان ذهناً ارامیږي، د نړۍ د سیمو، ښارونو او په ځانګړې توګه کلیو ښکلاګانې د هماغې ځای د ښار جوړونې، پرمختګ او تکنالوژۍ له اړخه یې یو له بل سره توپیر لري.

په نړۍ کۍ د ښارونو سربېره د کلیو ښکلا ته پاملرنه کول، هم د اړوند هېواد د اقتصادي پرمختګ او ټکنالوژۍ سره تړلې خبره ده، هغه هېوادونه چې پیاوړی اقتصاد او پرمختللي ټکنالوژي لري، د ښارونو سربېره د کلیو رغاونې او ښکلا ته هم ډېره پاملرنه کوي.

د نړۍ ښکلي سیمې او کلي له دې سره چې د جوړښت، شکل او ښکلاګانو له مخې یو له بل سره توپیر لري، بلکې زرغونتیا یې هم د توپیر یو لامل دی، هغه سیمې او کلي چې ښه اقلیم لري، د ښه اقلیم سربېره یې خاوره ښه وي، د هغو سیمو او کلو په پرتله چې اقلیمي شرایط او خاوره یې مناسبه نه وي، ډېر زرغون وي.

خو دا د نړۍ تر ټولو هغه ښکلی کلی دی، چې د شکل، جوړښت او ښکلا له مخې، په نړۍ کې له نورو ښکلو کلیو څخه ځانګړی توپیر لري.

د نړۍ تر ټولو ښکلی دغه کلی، د نورو کلیو په پرتله ډېر زرغون او د شکل او جوړښت له مخې ډېر په زړه پورې او جالب دی.

دا کلی د اوبو په منځ کې په ډېر ښکلي شکل جوړ شوی دی، په اوبو کې یې بېلابېلې برخې  څنډې زړه وړونکی بریښي.

دې ښکلي کلي د خپلې ځانګړې ښکلا درلودو له امله د نړیوالو سترګې پر خپل ځان را اړولي دي.

هغه انځور چې تاسې یې وینﺉ، د نېدرلېنډ هېواد له یوه کلي څخه اخیستل شوی دی.

دا کلی د شکل، جوړښت، زرغونتیا او ښکلا له پلوه د نړۍ تر ټولو ښکلي کلي په نوم نومول شوی دی.

د دې ښکلي کلي، جوړښت د نړۍ له پاتې نورو ښکلیو کلیو څخه توپیر لري او د سړکونو او ټرانسپورټ سېسټم نشتوالي او د او د اوبو په واسطه د حمل او نقل له امله هم ډېر شهرت لري.

ورته مطالب

Back to top button