پاموړ

دا هیوادونه لا اوس هم هوایی ډګرونه نه لري

د نړۍ ۶ هیوادونه داسي دي چې تر اوسه هوايي ډګر نه لري، یو له هغو څخه واټیکان هیواد ده چې د ايټالیا مرکز روم کې پروت ده او شاوخوا ترې یو دیوال چاپیر ده واټیکان مساحت يې ۴۴۰ متره مربع ده، نو ځکه د واټیکان اوسیدونکي د ایټالیا هوايي ډګر څخه استفاده کوي.

د واټیکان څخه بل کوچنی هیواد سان ماریو ده چې دا هم کوچنی ده او هوايي ډګر نه لري، ورپسی کوچنی هیواد مناکو ده، مناکو په اروپا کې د واټیکان سره نژدې کوچنی هیواد ده، ددې هیواد اوسیدونکي د فرانس د نایس نړیوال هوايي ډګر څخه استفاده کوي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې ددغو کوچنیو هیوادونو نور واړه هیوادونه هم شته خو خپل هوايي ډګرونه لري، بل کوچنی هیواد چې هوايي ډګر نه لري هغه لیختن اشتاین ده ددې هیواد وګړي د سویټرزلینډ هوايي ډګر څخه استفاده کوي، بل د اروپايي هیوادونو څخه کوچنی هیواد انډورا ده چې د وکړو نفوس يي ۸۴ زرو ته رسیږي خو هوايي ډګر نه لري، خو بیا هم دې هیواد ته د کال ۱۰ میلونه سیلانیان راځي.

تر ټول اخري هیواد هغه د فلسطین خاوره ده چې هوايي ډګر نه لري، هو فلسطین یو وخت د غزې نړیوال هوايي ډګر درلود خو د اسرائیلو په هوايي برید کې له منځه لاړ او اوس فلسطین یو هم فعاله هوايي ډګر نه لري.

ورته مطالب

Back to top button