افغانستانراپورونه

امریکا قطر دفتر سره ۱۵میلونه ډالر لوژستکي مرسته اعلان کړه

د امریکا کانګرس د دغه هیواد دفاع وزارت ته اجازه ورکړې چې سږ کال طالبانو سره د خبرو لوژستیکي ملاتړ لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ولګوي.

د رپوټونو پر بنسټ پنټاګون دا پیسې طالبانو سره د خبرو پر مالي اړتیاوو لګوي، چې امنیت، حمل او نقل، د اوسیدو ځای، خواړه، لوازم، اړیکې او نور خدمتونه پکې راځي.

په رپوټ کې راغلي چې د امریکا قانون جوړوونکو هڅه کړې ترڅو ډاډ حاصل کړي چې دا پيسې طالبانو ته ګټه نه رسوي.

خو پنټاګون د کال په پيل کې د پيسو غوښتلو پرمهال وویل چې کیدای شي طالبان هم په غیر مستقیم ډول له دې پیسې ګټه واخلي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ نن شپه د امریکا دفاع وزارت وړاندې شوې پوځي بودجه لاسلیک کړي.

د پنټاګون په رپوټ کې ویل شوي چې دا پيسې په مستقیم ډول د طالبانو غړو ته نه ورکول کیږي او د دې کار اجازه هم نه ورکوي.

دغې لایحې په خپل کار کې پراخ محدودیتونه او څارنې هم په پام کې نیولي دي.

په رپوټ کې راغلي چې له دې پيسو د خاصو لګښتونو لکه د مهماتو پیرل او یا په دولتي وسایطو کې د مذاکره کوونکي انتقال لپاره، ګټه نه اخیستل کیږي.

د امریکا کانګرس له پنټاګونه غوښتي چې د دغو پيسو لګولو په تړاو مفصل رپوټ ور وسپاري.

دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د سولې هوکړه بشپړه شوې ده.

ورته مطالب

Back to top button