راپورونهسيمه او نړۍ
اردوغان: د مسلمانانو برخلیک باید نور د ملګرو ملتونو په لاس کې نه وی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د ۱.۷ میلیارد مسلمانانو برخلیک نباید نور د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د پنځو هېوادونو په لاس کې وي.
د اناتولي اژانس د خبر له مخې اردوغان دا څرګندونې پرون د مالزیا په پلازمېنه کولالامپور کې کړې دي. هغه زیاته کړې، دا پنځه هېوادونه نشي کولی د ټولې نړۍ په تېره بیا د اسلامي هېوادونو برخلیک په لاس کې واخلي او په اړه یې د خپلې خوښې وړ پرېکړه وکړي.
اردوغان د خپلو خبرو پر دوام د امریکا له لوري پر دې هېواد وروستیو بندیزونو ته په اشارې ویلي، دوی نور نشي کولی د خپل هېواد پر وړاندې د دسیسو په اړه چوپ پاتې شي. اردوغان وایي، امریکا نشي کولی پر دې هېواد د فشارونو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، بلکې دوی د امریکا له لاسه نه یوازې د ترکیې بلکې د فلسطین، غزې، روهینګیا، سومالیا او سوریې د ژغورنې په اړه فکر کوي.



