افغانستانراپورونه

طالبانو او امریکایانو په پټه مشروط اوربند کړي، سرچینه

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي طالبانو او امریکا په پټه او مشروط اوربند کړی دی او په دې اړه زلمي خلیلزاد له افغان سیاسیونو سره هم خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا طالبانو او امریکا پر یو بل د برید نه کولو هوکړه کړې او ددې تر څنګ پر دې ټینګار شوی چې که افغان ځواکونه پر وسله والو طالبانو برید کوي نو بهرنیان یې باید مرسته او ملاتړ و نه کړي. بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا وایي پر ټولو هغو مواردو به عمل کېږي چې په هوکړه کې راغلي وي.

دده په خبره دمګړی د خبرو د ځنډېدو لامل هم دا دی چې طالب مشران په خپلو کې د اوربند پر مسئله پرېکړه کوي. د طالبانو یوه بل ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې تر اوسه اوربند نه دی شوی خو خبرې ورباندې روانې دي.

ورته مطالب

Back to top button