محکمه:که مشرف له دار کیدو مخکې مړ شي باید مړی په دار راوځړول شي

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې ځانګړې محکمې په خپله تازه پريکړه کې ويلي که متقاعد جنرال پروېز مشرف له اعدام مخکې مړ شو، جسد يې بايد درې ورځې اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ ته نيږدي په ډي چوک کې را وځړول شي.
د محکمې په نننۍ پرېکړه کې راغلي، چې متقاعد جنرال پروېز مشرف د پنځو جرمونو له امله د مرګ په سزا محکوم شوی دی.
په پرېکړه کې ويل شوي متقاعد جنرال پروېز مشرف د دروند خيانت مرتکب شوی، د پوځي مشرانو شورا د مشرف له پرېکړې ملاتړ نه وکړی، نو هغه يې ولې، له ناقانونه کاره نه دی منع کړی؟ د پوځ په لوړه کې پوځيان له سياسي فعاليتونو منعه شوي دي.
د پرېکړې له مخې، کومو خلکو چې له هېواده د جنرال مشرف د تېښتې لپاره اسانتياوې برابرې کړي، ټول به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.
د ځانګړې محکمې قاضيانو ټينګار کړی، چې تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی، جنرال مشرف له شک پرته مجرم ده او په هر حال به په نوموړي د اعدام پرېکړه عملي کيږي.



