افغانستانراپورونه

بلخي: روان کال کې ۶زره کډوال خپل هیواد کې مهاجر شوي

د کډوالو چارو وزارت وزیر حسین عالمي بلخي تېره ورځ د کډوالو نړیوالۍ ورځ په نمانځغونډه کې وویل چې روان کال کې د جګړې له امله ۶۰۰ زره کسان له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وزیر ښاغلي حسین عالمي بلخي وویل، روان کال کې د جکړې له امله تر ۶۰۰ زره کسانو د خپلو اصلي سیمو پرېښودو ته اړ شوي، چې دغه بې ځایه شوې کورنۍ دا مهال د ژوند لومړنیو مرستو ته جدي اړتیا لري.

تيره ورځ چهارشنبه د دسمبر میاشتې اتلسمه نېته وه چې د کډوالو نړیوالې ورځې سره برابره، د همدې ورځې په مناسبت د کډوالو چارو وزارت وزیر وویل، وروستي پنځه کلونو کې تر څلور میلیونو زیات کډوالو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزیر خبرداری ورکوي که هېواد  نا امني تر دې ډېره شي،  د بې ځایه شویو کورنیو شمېر به زیات او ستونزې به ډيرې شي، نوموړي همداراز وویل که د جګړې ډګر همداسې ګړم وي نو له افغانستان څخه به بیا د کډوالۍ نوی پړاو پیل شي.

ورته مطالب

Back to top button