افغانستانراپورونه

پاکستان د وهاګې او تورخم لارې تړلي

د کرنې او مالدرۍ خونې غړیو ویلي؛ د پاکستان لخوا د واګې او تورخم لارو تړل کیدل به افغان او پاکستاني سوداګر زیانمن کړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین وايي، پاکستان پرته له دې، چې افغان لوري ته خبر ورکړي؛ د تورخم  دروازه تړلې او د افغان سوداګرو سلګونه موتر ترکاري او نور کرنیز صادریدونکي توکي په لار کې بند پاتي دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده ویلي؛ تېره پنجشنبه د پاکستان لخوا لومړی د واګې بندر د افغانانو پر مخ وتړل شو او اوس تورخم تړل شوی، چ دا کار د دواړو حکومتونو سوداګر بیامنوي.
نوموړي ویلي، چې افغان حکومت باید دغه ستونزه حل کړي.
د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي، په روان کال کې ۲۳۱ زره متریک ټنه پیاز تولید شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي؛ د هېواد په کچه مو د پیازو محصول زیات شوی او غواړو، چې صادرات يې هم متحده عربي اماراتو او هندوستان ته تر سره کړو.
د تورخم بندر د سې شنبې پرشپه د ناڅرګندو دلایلو له کبله د افغان صادراتو پر مخ وتړل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

ورته مطالب

Back to top button