افغانستانراپورونه

سرچینه: امریکایانو له طالبانو لس ورځې اوربند غوښتنه کړي خو طالبانو لا پریکړه نه ده کړي

سرچینې وایي په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د خبرو په لړ کې امریکایي لوري له طالبانو غوښتي چې د لسو ورځو لپاره اوربند وکړي.

عرب نیوز ورځپاڼې د ځینو طالب سرچینو له خولې لیکلي چې امریکا دغه وړاندې د خبرو د دوام او تړون لاسلیک کیدو لپاره شرط بللی او ګواښ یې کړی چې که چیرې دا غوښتنه ومنه منل شي، دا خبرې به بیا ودرول شي.

سرچینې ویلي طالبانو د امریکا دا غوښتنه خپلو مشرانو سره شریکه کړې ترڅو دوی په دې اړه پریکړه وکړي.

د سرچینې په وینا د اوربند دغه موده کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون هم لاسلیک کیږي.

دا خبرې تر اوسه په رسمي ډول تایید شوي نه دي.

د ورځپاڼې په وینا امریکایي لوري له طالبانو په دې تړاو د هو یا نه ځواب غوښتی دی.

د طالبانو او امریکا مذاکراتي ډلې همدا اوس په قطر کې دي.

په رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې دا اوربند د طالبانو او افغان ځواکونو لپاره ذکر شوی که د طالبانو او امریکایي ځواکونو ترمنځ.

طالبان وړاندې ویلي چې له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته به پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي، خو د افغان ځواکونو سره اوربند باندې بین الافغاني خبرو کې پریکړه کیږي.

ورته مطالب

Back to top button