ګراهام: امریکا باید افغانستان کې یو شمیر ځواکونه وساتي
د امریکا پېژندل شوی سناتور لینډسي ګراهام وايي، له افغانستان څخه په بیړه د امریکايي ځواکونو ویستل ناسم کار دی، او پر طالبانو سم لاسي باور نشي کيدی.
دغه سناتور چې تيره ورځ ( دوشنبه لیندۍ ۲۵ ) کابل کې خبرې کولې وويل، پر طالبانو سم دستي باورناسم کار دی نو له همدې امله امریکا باید افغانستان کې خپله یو شمېر ځواکونه وساتي.
نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د کمېدو په اړه وویل چې نږدې راتلوکي کې امریکا افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته را کموي، د نوموړي په وینا امریکا ځکه دا کار کوي چې د افغانستان د ځواکونو ظرفیت لوړ شي او پر ځان متکي شي.
ښاغلي ګراهام وايي، اوسنی افغانستان له ۲۰۰۱ کال سره د پرتلې ندی او دلته ډیر پرمختګونه رامنځته شوي دي، هغه ځوانان چې د امریکا په حضور کې دلته لوی شوي نه غواړي چې موږ یې یواځې پرېږدو او که دا کار وکړو نو د امریکا لپاره به یو استراتیژیکه تیروتنه وي.
دغه امریکايي سناتور هیله مندي ښودلې چې راتلونکو ورځو کې نوی حکومت اعلان شي او د بین الافغاني خبرو له لپاره یو ټول منلی پلاوي جوړ کړي تر څو له طالبانو سره د سولې خبرې پر مخ بوځي.
ولسمشر ماڼۍ هم وايي، چې ولسمشر غني سناتور لینډسي ګراهام ته ویلي چې افغانستان کې د سولې په اړه عمومي اجماع موجوده ده او یو ځل بیا یې پر اوربند ټینکار کړی، او ویلي چې له هېواد څخه بهر د طالبانو پټنځایونه د حکومت او خلکو پوښتنه ده او تمرکز پرې ډیر دی چې باید له منځه ولاړ شي.



