
د ملي امنیت شورا رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار نن د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله سره وولیدل.
د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب او د پاکستان سفیر زاهد نصرالله په دې کتنه کې د دواړو حکومتونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او دوام ټینګار کړی دی.
داکتر حمدالله محب ویلي؛ افغانستان له خپلې خوا چمتو دی، چې په هره برخه کې همکاري وکړي او دا تمه له ګاونډ هېوادونو هم لري.
نوموړي زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه باید نه یوازې د نن، بلکې د سبا لپاره هم ګډ کار وکړي؛ ځکه، چې ګاونډیان یو له بله لیرې نشي تلای او خلک هم ښو خدماتو او اړیکو ته اړتیا لري.
د پاکستان سفیر ډاډ څرګند کړی، چې د چارو د سمون او همغږۍ په اړه به له هیڅ راز هڅو ډډه ونکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په قطر کې د امریکایانو او طالبانو د سولې په خبرو کې دمه رامنځته شوې او پاکستانیو چارواکو په اسلام آباد کې له خلیلزاد سره د سفر پر مهال د دغو خبرو پر بیا پیلولو ټینګار څرګند کړی دی.



