راپورونهسيمه او نړۍ

اردوغان: که امریکا په ترکیې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي موږ به دلته اډې وتړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان واشنګټن ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته له روسیې څخه د ایس څلور سوه توغندویي سیسټم د اخیستلو له امله پر دې هېواد خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي نو دوی به یې پر وړاندې ورته اقدامات وکړي. هغه زیاته کړې، که امریکا خپله پرېکړه بدله نه کړي نو دوی به په یاد هېواد کې د امریکا دوه پوځي اډې وتړي. اردوغان له ای هابر رسنۍ سره خبرو کې ویلي، که چېرته اړتیا وي نو دوی به انجرلیک او کوریجیک پوځي اډې چې په ترکیه کې د امریکا له لوري کارول کېږي وتړي. دا دوه پوځي اډې د ترکیې په سویل کې دي چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د امریکا په عملیاتو کې مهم رول لري.

ورته مطالب

Back to top button