افغانستانراپورونه

قیصاري: تر مرګه به حکومت سره جنګیږیږم

حکومتي ځانګړو عسکرو په مزار شريف ښار کې د فارياب پر پخواني قومندان ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي او د کورنيو چارو وزارت وايي، چې نوموړی د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونیول شو خو بل خوا نظام الدین قیصاري د نیولو اوازې رد کړي او ویلي، له حکومت سره خبرو ته چمتو دی خو که چېرته امنیتي ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي نو تر مرګه به یې پر وړاندې وجنګېږي.

قیصاري دا څرګندونې په یوه ټلفوني اړیکه کې له خپل کلابند کور څخه کړې دي. هغه زیاته کړې، له تېرې شپې راهیسي یې له امنیتي ځواکونو سره پیل کړې نښته کې تر اوسه یو وسله وال وژل شوی دی. په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، د پولیسو ځانګړې قطعه د قیصاري د نیولو عملیاتو کې د ګډون په موخه بلخ ته رسېدلې ده.

ورته مطالب

Back to top button