افغانستانراپورونه

طالبان: غزني کې مو ۳۲تنه اربکیان وژلي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې یې نهه تنه د سیمه ییزې اردو سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی.

دفاع وزارت خبرپاڼه کې کاږلي:

«تیر ماښام د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د دښمن ترهګرو جنایتکارانو ۹ د محلي اردو منسوبین یې په شهادت رسولي دي.»

دې وزارت ویلي چې په دې تړاو څیړنې روانې دي.

بل خوا برید طالبان هم تایدوي او وایی، په یاد برید کې مو ۳۲تنه منسوبین وژلي، د طالبانو ویاند د یو خبر په رالیږلو سره وایی، «د عملیاتو په نتیجه کې قرارګاه په بشپړه توګه فتحه شوه، ۳۲ تنه عسکر ووژل شول، یو ټانګ، یو موټر او ډيره وسله او مهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي.»

خو ځایی چارواکي وایی چې وژل شوي ټول محلي پولیس (اربکیان) دي.

ورته مطالب

Back to top button