راپورونهسيمه او نړۍ
روسیې د دوه جرمني ډیپلوماټانو د شړلو امر کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جرمني دوه ډيپلوماټانو ته د وتلو امر کړی دی.
راپورونه وايي، د جرمني سفير ګيزا اندرياس وان د روسيې د بهرنيو چارو وزارت احضار کړی دی او ورته يې د دوو ډيپلوماټانو د وتلو امر کړی.
وزارت ويلي دي، ياد ډيپلوماټان بايد دوه اوونۍ کې له دغه هېواد ووځي.
جرمني تېره اوونۍ دوه روسي ډیپلوماتان وروسته له هغه وایستل چې د ډسمبر په څلورمه د فدرال څارنوال دفتر وویل، کافي دلایل شته چې په برلین کې د یوه ۴۰ کلن سړي زلیم خان خانګوشویلي د وژلو امر یا د روسیې حکومت او یا هم د چیچنیا جمهوریت ادارې ورکړی دی.



