
د سالنګ لویه لاره د درنو واورو ورېدو له کبله د ټیلري او بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه. د سالنګ د مراقبت او څارنې ادارې اجراییه مدیر سمیع الله ولیزاده وویل چې له چهارشنبې ورځې راهیسې په سالنګ کې د واورې ورښت او سخت توپان پیل شوی نو پر دې لاره د موټرو د ګڼې ګوڼې او د خطر مخنیوي په خاطر دې ادارې وپتېیله چې پر دې لاره به ټیلري موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د سالنګ د مراقبت او څارنې ادارې مشر له نورو موټر چلوونکو هم غوښتي، چې پر دې لاره د تګ راتګ پرمهال له چینونو او نورو تجهیزاتو کار واخلي.



