
هند کې یو بزګر د ځنګلي بیزوګانو څخه تنګ راغي هره ورځ به يې ددغه بزګر د پټیو سبزي او نور د میوو بوټي له منځه وړل خو دغه بزګر د خلاصون لپاره د حیرانونکی لارې کارو اخیست هغه په خپل زوړ سپي په پوستکي د زمري رسامي وکړه او هغه سپي ظاهري شکل يې زمري ته ورته کړ اوس له دغه سپي څخه بیزوګان بیریږي او زراعتي ځمکو ته نژدې هم نه راځي.
کانت ګودا چې د هند کرناټک شیوموګا سیمې اوسیدونکي ده دې اختراع یې ډیر خلک حیران کړيدي، دده دغه زوړ سپي له پخوا نه سورنګه وه خو کله چې دې بزګر پکې تورې کرښې وویستلی داسې ښکاریده لکه زمری کانت د یوې ډیرې ځمکې دهکاني پر مخ وړي ده د بیزوګانو د مخنیوي لپاره په پټیو کې د زمرو لوی لوی عکسونه هم لګولي وه خو هغو هیڅ ګټه ورته ونه کړه.
کانت ډیر خوشاله ده چې بیزوګان دده له کښته لرې لرې ګرځي کانت ویلي، زما ارمان داده چې ښه زمری وساتم خو دا ارمان مې پوره نشو خو اوس هیله مند یم چې دې سپي زما ارمان پوره کړ، د کانت دغه تکتیک نور بزګرانو کې هم راویښ کړي او هغوۍ هم غواړي چې د کانت پشان خپل سپي رنګ او زمري ترې جوړ کړي.



