افغانستانراپورونه

تازه خبر: پروان کې په امریکایانو موټر بم برید شوی

په پروان کې موټر بمب چاودنه شوې، د پروان امنیې قومندان مل پاسوال محمد محفوظ ولیزاده وايي، له چاودېدونکو توک ډک موټر بم چاودنه نن سهار ۵:۵۰ د دې ولایت په بګرام ولسوالۍ کې شوې ده.
هغه ازادي راډیو ته په تازه خبرو کې ویلي، چې دغه چاودنه د بګرام ولسوالۍ اړوند جان قدم کلي کې شوې او احتمال دی چې د نړیوالو ځواکونو پر کاران ترسره شوی وي.
په سیمه کې ډزې روانې دي او د تلفاتو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ورته مطالب

Back to top button