افغانستانراپورونه

ولسمشر غني دویم مرستیال: “افغان حکومت د فساد ضد مبارزه کې ناکام ده”

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش مني چې حکومت یې د فساد سره د مبارزې برخه کې لاسته راوړنه نلري او باید لا ډېرې هڅې ترسره شي.

محمد سرور دانش چې تېره ورځ ( دوشنبه لیندۍ ۱۸ ) فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل، د افغان حکومت هڅې دغه برخه کې ناکامه دي، نوموړي وویل چې د قوانیو د پلې کېدو لپاره اړتیا ده چې د فساد سره د مبارزې برخه کې خپلواک بنسټ رامنځته شي.

ښاغلي دانش وویل، چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره قوي هوډ لري خو تر اوسه د فساد سره د مبارزې په اړه د بنسټ جوړونې برخه کې ناکام یوو.

په همدې حال کې افغانستان کې د ملکرو ملتونو استازولي برخې ( یوناما ) هم ویلي چې له فساد سره د مبارزې برخه کې د حکومت هلې ځلې ستايي خولاهم دغه برخه کې عدلي او قضايي مرکز لاسته راوړنه نلري.

یوناما ویلي چې دغې پدیدې د خلکو پر ورځني ژوند منفي اغیز پريښی او پر حکومتي بنسټونو د خلکو د بې باورۍ لامل کرځېدل دی.

ورته مطالب

Back to top button