
امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یو شمېر پخوانیو محرمو اسنادو په را برسېره کولو سره ادعا کړې ده چې په تېرو ۱۹ کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته بیا بیا درواغ ویلي دي.
د بي بي سي د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپاڼه وایي، د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي.
یاده ورځپاڼه وایي، د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي.
دا اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاو د اروزنې لپاره ترسره شوې وه.



