سلايډنظر او تحلیل

د سولې د خبرو نوی پړاو; څو مهمې نکتې

عبدالحی قانت

څه موده وړاندې په قطر کې د افغان سولې په باب د طالبانو او امریکايي‌ پلاوي‌ تر منځ خبرې د امریکا د جمهور د رئیس له ټویټ څخه وروسته ودرول سوې وې.‌ هغه مهال د ډېرو سیاسي شننونکو نظر دا وو چې د خبرو ودرول د هیڅ‌ چا په ګټه نه دي‌ او شاید د سولې په باب دا خبرې بیرته پیل شي. د رییس جمهور ډونالډ ټرمپ له ټویټ وروسته په سوله کې ښکیلو لوریو هم د سولې په باب د یو بل په مخالفت کې له منفي‌ تبلیغاتو ډډه وکړه. له دې هم داسې مالومېدله چې امریکایان نه غواړي دا پروسه له بیخه تخریب کړي.‌ دا هم یو دلیل وو چې ښکاریدله شاید خبرې بیرته پیل شي.‌

بالاخر څه موده وړاندې افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ د ناڅاپي راتګ پر مهال هغه دا خبره په ډاګه کړه چې دوی به بیا طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي. همداسې وشول،‌ ‌ډاکټر زلمي‌ خلیلزال له دې اعلانه وروسته بیا افغاستان ته سفر وکړ او ددې سفر په مهال یې د سولې د پروسې د بیا پیل لپاره د افغان دولت مشرتابه،اپوزیسیون او ځینې نورو سیاسی او ملي څېرو سره لیدنې وکړې. په دې لیدنه کې ډاکټر خلیلزاد د ټولو لوریو مشورې واخستلی او د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره قطر ته ولاړ. طالبانو هم د دسمبر په اوومه نیټه وویل چې ډاکټر زلمي‌ خلیلزاد سره د سولې خبرې له هماغه ځایه پیل شوې په کوم ځای کې چې دریدلې وې.‌

د سولې نوی پړاو او افغان حکومت
اوله مهمه خبره دا ده چې د سولې په باب د افغان حکومت په تیارۍ ټولو افغانانو ته تشویش دی. ‌افغان حکومت د سولې د خبرو له پیل څخه تر اوسه په دې ونه توانید چې یو داسې افغان شموله او ملي ټیم جوړ کړي چې د دولت او ولس لخوا د سولې استازيتوب وکړای شي.‌ په چین کې چې د سولې د کنفرانس خبره پیل شوه خلکو ته هغه مهال باورمندي پیدا شوه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ‌ شاید خبرې پیل شي، کله چې د دواړو لوریو لخوا د ګډونوالو لست ومنل شو.

ولسمشر اشرف غني‌ د لست د نهایی کیدلو وروسته د چین سفیر ارګ ته راوغوښت او د لست د بدلولو ټینګار یې وکړ. بالاخر یې په لست کې داسې خلک اضافه کړل چې هغوی له ډیره وخته د سولې د مخالفت ممبرونه دي. دا طالبانو ته په دې مانا وه چې اصلا ولسمشر غني‌ نه غواړي‌ چې دا خبرې نتیجه ولري له دې امله یې د دولت جوړ کړی لست رد کړ.‌ په همدې کنفرانس کې د ولسمشر غني‌ په غوښتنه پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي هم په دې خبرو کې له ګډون ډډه وکړه.

د افغان دولت له ټولو لوی مشکل دا دی چې د سولې پروسې سره هم د یوې خشکې دولتي دندې‌ په شکل تعامل کوي خو په حقیقیت کې د سولې خبرې یوه ملي‌ پروسه ده او باید د یوې ملي دندې په حیث ورسره تعامل وشي.‌

سوله نوی پړاو د امریکایانو اراده
د روانو خبرو بله مهمه نکته د سولې په اړه د امریکا سیاسی اراده ده.‌ له ډیرې مودې راهیسې امریکایی شننونکي‌، پالیسی سازان او امنیتی ارګانونه په دې نظر دي چې د افغانستان بهران نظامی حل نه لري ځکه جګړه هم ددوی تاوان دی، هم د افغانانو او هم د مخالف لوري. له دې امله دوی دې نتیجې ته رسیدلی چې د افغانستان قضیې ته سیاسی حل وګوري. دا خبره هم واضحه ده چې د رئیس جمهور ټرمپ اداره له بهرنیو جګړو ډیر د امریکا په داخلی اقتصادي‌ وده ترکیز کوي‌.

ددې خبرې مانا دا نه ده چې ګونې امریکا نور په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې موخې نه لري‌ بلکې امریکا په بین المللی سستم کې د چین د قوي‌ کیدلو تر څنګ نورو غټو مشکلاتو سره مخ ده چې امریکا ته د افغانستان او سوریې له جنګه ډیر مهم دي. په دې اساس داسې ښکاري چې د امریکا له راروانو انتخاباتو مخکې امریکایان غواړي د سولې خبره یو طرف ته کړي‌. ډاکتر خلیلزاد هم څو وارې په څو مجلسونو کې دا یادې کړي چې امریکا غواړي‌ دا مشکل نور حل کړي او خپل پوځونه له افغانستانه وباسي. بل طرف ته که ځیر شو افغان دولت د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې له توافق وروسته هیڅ رنګه حالاتو ته تیاری نه لري. دا هم ممکنه ده چې د افغان دولت ددې کمزوری څخه په استفاده امریکایان ددوی له وتلو د وروسته د سیاسی فضا په تضعیف کې رول ولري ځکه ډاکټر خلیلزاد بیا بیا په مجالسو کې دا خبره کړې چې مونږ د سولې خبرې نهایی کوو او د افغانانو د کمزورۍ له امله مونږ دوی ته د سولې موافقتنامه نه شو ځنډولې. اوس چې د سولې له توافقنامې وروسته هر څه کیږي‌ مسؤلیت به یې د افغان دولت په غاړه وي.

سوله او غیر دولتی سیاسیون
بله نکته چې د سولې د خبرو په باب ډیره مثبته ده دا ده چې د افغانستان اکثریت اپوزیسیون دا مهال د سولې له خبرو سره موافق دی او د سولې په پروسه کې ښه پوره ونډه لري. پخوانی ولسمشر کرزی په دې باب له ټولو نورو سیاستوالو مخکې د سولې په پروسه کې فعال ښکاري.‌ داسې اوازې هم شته چې د سولې په باب د خلیلزاد د وروستي‌ راتګ پر مهال پخواني ولسمشر بیا بیا ددې غوښتنه کړې چې افغانان نور ددې حالاتو د زغم هیڅ تاب نه لري او امریکایان باید په مخلصانه او صادقانه توګه دا مشکل حل کړي.

جمعیت اسلامي‌ بل هغه لوری دی چې له ډیر پخوا یې د طالبانو حرکت سره مشکلات دي او د یو بل پر خلاف یې سختې جګړې کړي خو د مسکو د تېرو غونډو یو مثبت ټکی دا وو چې د جمعیت اسلامي مشرانو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې او پر دې یې توافق وکړ چې د پخوانیو غلطیو په ځای باید د یوې د نوي‌ پیل لپاره شریک کار پیل کړي.

بل سیاسی طرف حزب اسلامي افغانستان دی. د حزب او طالبانو اړیکې هم په تاریخي‌ لحاظ تل تتې پاتې شوي‌ او ځینې مهال یې د یو بل پر خلاف نظامی تعرضونه هم کړي خو څه موده وړاندې د حزب اسلامي یو لوړپوري هیئت قطر ته سفر وکړ او طالبانو سره یې د خپلو مشکلاتو د حل لپاره خبرې وکړې.‌

د سولې د پروسې په پیل کې دې ټولو کوندونو او ټولنو د ولسمشر غني څخه دا توقع درلودله چې دی به دوی د یو دولتی چتر لاندې راټول کړي‌ او د سولې پروسې سره به یو واقعی ملي تعامل وکړي خو چې کله ولمسمشر خپله دا وښودله چې دی د داسې ملي سیاسی ټیم هیڅ‌ اراده نلري، مجبور شول چې د طالبانو خوا ته ولاړ شي او هغوی سره خپل مشکلات پخپله حل کړي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د سولې په باب د دولت له ځواک څخه د یو خاص ټیم په حیث استفاده وکړه او له همدې امله اوس د سولې په میدان کې یو منزوي‌ حالت کې وجود لري.

ورته مطالب

Back to top button