افغانستانراپورونه

تازه: په هلمند کې د سنګوریانو په نوم عسکرو ځانمرګی برید شوی

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي بريد د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ټولي د مازدا موټر په واسطه شوی دی او تر بريد وروسته خال خال ډزې هم روانې دي.
د برید مسولیت طالبانو پر غاړه اخیستی ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلی:
‏(نن لس بالا لس بجې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د ژړپله سره نیژدې د کمانډویانو او سنګوریانو پر ګډه قرارګاه د مازدا موټر بم زوروره چاودنه شوې چې پکې لسګونه کمانډو عسکر او سنګوري اربکیان مړه ژوبل شول چي ډیری یې لاهم تر نړیدلو ودانیو لاندې دي.)
دا برید په داسې وخت کې کیږي چې امریکایان او طالبان په قطر کې لسم پړاو مذاکرات پر مخ وړي.

ورته مطالب

Back to top button