افغانستانراپورونه

طالبان: “د سولې له هوکړه لیک وروسته امریکایانو ته خوندي د وتلو لار برابروو”

نن دوشنبې دریمه ورځ ده چې دوحه کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې دوام لري.

امریکایي چارواکو ویلی په دې پړاو کې به هڅه کوي د اوربند یا تاوتریخوالي کمولو په تړاو له طالبانو سره وغږیږي او هوکړې ته ورسیږي.

طالبانو هم ویلي خبرې دوام لري او دا خبرې له هماغه ځایه پيل شوي، په کوم ځای کې چې درول شوې وې.

یو شمیر امریکایي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي دواړو غاړو تراوسه د نورو موضوع ګانو ترڅنګ پر دوو موضوع ګانو خبرې کړي دي.

یو دا چې طالبان به له دې وروسته په ښارونو او ګڼه ګوڼه سیمو کې بریدونه نه کوي او په مقابل کې به یې امریکایان د شپې عملیات بندوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې مذاکرات بریالي وو او نن به هم دغه مذاکرات دوام وکړي.

شاهین هغه اوازې هم رد کړي چې ګنی په امریکایانو بریدونه نه کوو، هغه وویل چې د تړون څخه به وروسته چې امریکایان له افغانستانه وځي د وتلو لاره ورته برابروو.

په دې پړاو خبرو کې د نورو ترڅنګ د طالبانو له لوري خوشې شوی مشر انس حقاني او د امریکایانو له لوري افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر هم ور ګډ اضافه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د خبرو له پیل سره هممهاله ویلي وو چې د تاوتریخوالی کمول او اوربند رامنځ ته کول به د اوسنیو خبرو مهم ټکي وي. خو رسنۍ بیا داسې راپورونه هم ورکوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې پر نهايي کېدو او دغه هوکړې د لاسلیک پر نېټه خبرې روانې دي.

ویل کیږي دوی د هوکړې لاسلیک کیدو ته تر بل هر وخت ډير نږدې شوي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې دا هوکړه لاسلیک شي.

طالبانو ویلي له دې هوکړې وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ اوربند راځي او د افغان امنیتي ځواکونو سره به جګړه هماغسې توده وي.

ټاکل شوې ده د خبرو له دې پړاو وروسته د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پيل شي.

طالبان وایي د افغان ځواکونو سره د اوربند موضوع او ځینو نورو موضوع ګانو باندې به بین الافغاني ناسته کې بحث کیږي.

خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان حکومت او سیاستوالو په استازیتوب به کوم کسان طالبانو سره خبرو ته کیني.

د افغانستان حکومت وایي نوملړ چمتو شوی دی، خو دا نوملړ رسنیو سره نه دی شریک شوی.

یو شمیر سیاسي څيرو او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو هم د افغاني پلاوي ټاکل کیدو ته اندیښمن دي او وایي کیدای شي ولسمشر هڅه وکړي د خپل خوښې کسان طالبانو سره خبرو ته معرفي کړي او هڅه وکړي چې د خپلې بقا لپاره کار وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په کراتو پر حکومت د انتقال ګوته نیولې او هغه یې د سولې پر وړاندې ستر خنډ بللی دی.

ورته مطالب

Back to top button