
د افغانستان پخواني جمهور رئیس په فاریاب کې د هاوان د لږېدو او په میدان وردګو کې د بې پیلوټه الوتکې د بمباري له امله پر ملکي تلفاتو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
هغه په یوه اعلامیه کې دا پېښې ظالمانه ګڼلي او غندلي.
حامد کرزی یو ځل بیا په ټول هېواد کې د نظامي عملیاتو پر بندېدو ټینګار کړی او په جګړه کې له ټولو افغاني ښکېلو غاړو غوښتي چې په هېواد کې د روان ناورین د ختمولو او د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره، د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته د رسېدو هلې ځلې ګړندی کړي.



