پاموړراپورونهسيمه او نړۍ
اې پي: له ۶۰۰سوه څخه ډیرې پاکستانۍ ناویګانې چین ته قاچاق شوي

رپوټونه وایي دغه نجونې په لومړي سر کې د ودونو له دود وروسته چین ته انتقالیږي، خو بیا د جنسي سوداګرۍ ښکار کیږي.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي په هغو کې د پاکستانۍ نجونو د خاوندانو نومونه، د واده نیټې او د انتقال نیټې لیکل شوي دي.
په رپوټ کې راغلی چې یو شمیر دلالان په پاکستان کې بې وزلو مسیحي کورنیو ته یوه اندازه پیسې ورکوي او ورته وایي چې لورګانو ته یې بډایه مسیحي میړونه پيدا کوي.
شمیرې ښيي چي په تیر یو کال کې کابو ۶۳۰ پاکستانۍ نجونې د چینایانو له خوا چین انتقال شوي دي.
د بشري حقونو څارونکې ادارې هم په یوه اعلامیه کې له پاکستان او چین نه غوښتي چې د پاکستانۍ (ناوې ګانو د قاچاق) مخنیوی وکړي.



