افغانستانراپورونه

نن یو ځل بیا په دوحه کې امریکایانو او طالبانو مخامخ خبرې پیل کړي

د قطر له پلازمېنې دوحې څخه تازه راپورونه وايي، چې د طالبانو او امریکايي استازو مذاکراتي ټيمونو په رسمي ډول نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې یو ځل بیا ذ مذکراتو مېز ته راغلل او دواړو لورو ترمنځ پرون ماښام د اجنډا پر سر یوه غیر رسمي ناسته هم سره وکړه

راپورونه وايي، چې د طالبانو مذاکراتي ټيم د خپل مشر ملا برادر اخند په مشرۍ او د امریکايي مرکچي ټيم د خلیلزاد په مشرۍ نن شنبه/ ۰۷ډیسمبر د سهار لس بجې د سولې د نهايي ښوې تړون د لاسلیک او یو لړ تړلیو موضوعاتو په اړه سره جرګه شول.

ډېره تمه شته، چې دا ځل به طالبان او امریکايي استازي د سولې د تړون لاسلیک ته نیږدې شي او هغه خبرې چې پخوا پرې هوکړه شوې، به بیا نه شاربل کېږي، بلکې د بحث ټول محور به د تړون پر لاسلیک او وروستیو پرمختګونو را ټول وي.

ویل کېږي، چې په د تړون له لاسلیک سره هم مهاله به امریکايي ځواکونه له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو نېټه اعلانوي.

همداراز به په سمدستې ډول د تاوتریخوالي د کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو او اوربند لپاره هم لاره هواره شي.

د یادونې ده، چې درې میاشتې وړاندې د امریکايي ولسمشر له اعلان وروسته د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې مذاکرات چې نهه پړاوونه یې تر شا پريښي وو، لغو اعلان شول.

ورته مطالب

Back to top button