افغانستانراپورونه

خلیلزاد د طالبانو سره د نهایی پریکړې په خاطر قطر ته ورسید

خلیلزاد د جمعې په ورځ قطر ته ورسېد. هغه به د طالبانو سره د سولي خبري بېرته شروع کړي. خلیلزاد دوې ورځي په کابل کي وو، او هلته یې د افغانانو سره سلا مشورې وکړې.

په کابل کي، خلیلزاد د کابل حکومت د یوه همه شموله ټیم جوړولو ته وهڅوی.

انتظار کېږي چي د خلیلزاد دا روانډ خبري به نهايي نتیجه تر لاسه کړي، او یوه نهايي موافقه به ترې راووځي.

د اشیا فاونډېشن وروستۍ سروې وايي چي قریب ۹۰ ٪ افغانان د طالبانو سره د سولي د خبرو ملاتړ کوي، خو پخوانی افغان سیاسون په کابل ادارې تور پورې کوي چې د سولي په لاره کي مدام خنډونه ایجادوي.

ورته مطالب

Back to top button