
هند وایي له دې وروسته د افغانستان په ګډون د ټولو ګاونډیو هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته تابعیت ورکوي.
د هند د حکومت کابینې څو ورځې وړاندې داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې د ګاونډيو هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته تابعیت ورکوي.
په دې کې هغه وګړي شامل دي چې په خپلو هېوادونو کې له مذهبي تاوتریخوالي سره مخ دي او یا هم ستونزې ورته جوړېږي.
په دې ډله کې افغانستان، پاکستان او بنګلدیش شامل دي.
دا په تېرو شپېتو کلونو کې لومړی ځل دی چې هند خپل قانون بدلوي او د مذهب پر بنسټ بهرنیو وګړو ته د تابعیت د ورکړې پرېکړه کوي.



